طالبان په کابل کې د پاکستان په برید کې د تر ۴۰۰ زیاتو کسانو د وژل کېدو ادعا کوي
د طالبانو حکومت وايي د پاکستان په بیګاني برید کې په کابل کې یې د معتادانو د درملنې یو مرکز هدف وګرځاوه. دوی ادعا کوي چې په دې برید کې څه باندې ۴۰۰ کسان مړه شوي او د مړینو د شمېر د لوړېدو وېره شته.