World News in Pashto

د افغانستان د بزکشۍ ملي ټیم روسي ټیم ته ماتې ورکړه

د افغانستان د بزکشي ملي ټیم واتونید په خپله دویمه نړیواله لوبه کې روسیې ته پنځه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې.دغه لوبه نن چهارشنبې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شوه.افغان ټیم پرون سه شنبې مجارستان ته په خپله لومړنۍ نړیواله لوبه ۱۴ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې وه.قزاقستان د بزکشۍ د روانو نړیوالو کوربتوب کوي.د افغانستان په ګډون په دې لوبه کې نهه نورو هېوادونو ګډون کړی دی.دغه لوبې د روانې میاشتې په ۱۶پیل شوي او پایلوبه به يې د مارچ په ۲۱ ترسره شي.

Читайте на сайте