په ویرجنه فضا کې اختر او نوروز یو په بل پسې
سره لدې چې د پاکستان وروستیو بمباریو افغانستان کې ګڼې کورنۍ د غم په ټغر کینولي او د ویر فضا یې را مینځ ته کړې خو بیاهم یو شمیر افغانان وايي اختر او نوروز دواړو ته چمتوالی لري او خپلو مېلمنو ته به د اختر کلچې او هفت میوه دواړه مخې ته کېږدي.
فرهنګپالان سږ کال د اختر او نوروز غبرګ راتګ نیک فال نیسي.