World News in Pashto

ایران د اسراییلو په بمبارۍ کې د علي لاریجاني وژنه تایید کړه

ایرانیو چارواکو په تهران کې په هوايي بریدونو کې د هېواد د امنیتي شورا د منشي علي لاریجاني وژنه تایید کړې ده.دا د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د اسراییلو او امریکا په حملو کې د پخواني ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي تر وژنې وروسته د تر ټولو مهم چارواکي وژل کېدل دي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا دفتر د مارچ پر ۱۷مه ناوخته په بیان کې وویل چې لاریجاني له خپل زوی مرتضا، مرستیال علي رضا بیات او یوشمېر ساتونکو سره یوځای ووژل شو.

شورا دا بیان تر هغې ۱۲ ساعته وروسته ورکړی چې د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کټڅ پر تهران په بمبارۍ کې د لاریجاني او ورسره د یوشمېر نورو لوړپوړو ایرانیو شخصیتونو د وژنۍ دعوه وکړه.

په همدې حال کې د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) د نیمه پوځي ځواک بسیج د قومندان غلام رضا سلیماني مړینه تایید کړې خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ویلي.

اسراییلو دعوه کړې وه چې لاریجاني او سلیماني د مارچ پر ۱۶مه په بریدونو کې وژل شوي دي.

تر دې مخکې د ایران دولتي ټېلېوېژن د لاريجاني په لاس ليکلی يو يادښت خپور کړی وو او هڅه یې کړې وه چې داسې وښيي چې نوموړی ژوندی دی.

په هغه یادښت کې د هغو ایرانیو سمندري ځواکونو یادونه شوې وه چې د امریکا په برید کې وژل شوي ول، او تمه کېده چې جنازه یې د مارچ پر ۱۷مه وشي. د هغه یادښت انځور د لاریجاني پر اېکس (پخواني ټوېټر) هم خپور شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اسراییلو پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی.

بلخوا ايران پر اسراييلو د ځوابي بريدونو تر څنګ په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونو ته دوام ورکړی دی چې د پراخې جګړې د پیلیدو په اړه یې اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه د ایران پر وړاندې د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه وکړه.

Читайте на сайте