اوچا وايي، د پاکستان د جګړې له کبله په افغانستان کې بشري بحران لا شدید شوی
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو د دوام له امله، چې اوس درېیمې اوونۍ ته داخلې شوې دي، په افغانستان کې بشري بحران لا پسې شدید شوی او د ملکي تلفاتو، بېځایه کېدو او عاجلو مرستو اړتیا په څرګند ډول زیاته شوې ده.
د اوچا په خپل تازه راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې په دې جګړو کې د تاوتریخوالي د کمېدو هېڅ نښه نه لیدل کېږي.
اوچا، په کابل کې د معتادانو د روغتون د مرګ ژوبلې له یادولو پرته ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۱۷ پورې ټولټال ۲۸۹ ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې؛ له دې ډلې ۷۶ تنه وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان دي. د دې بنسټ په وینا، ۵۹ ښځې او ۱۰۴ ماشومان د قربانیانو له نیمایي څخه ډېر جوړوي.