World News in Pashto

د معتادانو په روغتون کې وژل شوي د کابل په لمنه کې خاورو ته وسپارل شول

یو شمېر هغه کسان چې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله په کابل کې وژل شوي وو، د چهارشنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شول.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سره میاشت ټولنې رضاکارانو لسګونه لرګین تابوتونه له امبولانسونو څخه کښته کړل او د کابل په لمنه کې یوې غونډۍ ته یې د قبرونو پر لور انتقال کړل.

له بلې خوا، ځینو کورنیو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د معتادانو د درملنې په مرکز کې، چې پاکستان پرې هوايي برید کړی و، د خپلو عزیزانو د موندلو لټه کوله.

د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د معتادانو پر روغتون د پاکستان په هوايي بریدونو کې تر څلور سوه ډېر کسان وژل شوي دي.

تر اوسه خپلواکو سرچینو دا شمېرې نه دي تایید کړې، او ازادي راډیو هم د دې ادعا پخلی نه شي کولی.

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې هغه ځای چې په کابل کې پرې برید شوی، د بې‌پیلوټه الوتکو او پوځي تجهیزاتو د زېرمتون په توګه کارېده.

Читайте на сайте