World News in Pashto

د کویت پر یوه چاڼځای د بې پېلوټه الوتکو بریدونه وشول

په کویت کې د «مینا الاحمدي» د تېلو د تصفیې پر فابریکې د جمعې په سهار (۲۹ حوت) د څو بې پېلوټه الوتکو بریدونه وشول.د کویت د تېلو شرکت اعلان کړی چې د برید له امله د دې چاڼځای ځینو برخو اور اخیستی دی.د کویت چارواکو ویلي چې د فابریکې په ځینو برخو کې فعالیتونه درول شوي، خو په دې پېښه کې د سر زیان نه دې پېښ شوی او د ژغورنې ډلې د اور وژلو هڅه کوي.له کله چې د ایران پر ضد د اسرائیل او متحده ایالات امریکا جګړه پیل شوې، پر دې چاڼځای دا څویم برید دی.

Читайте на сайте