د پاکستان په هریپور کې افغان کډوال وايي چې پاکستاني پولیسو د اختر په ورځ هم ددوی لسګونه کسان نیولي
د پاکستان په هریپور کې افغان کډوال وايي چې پاکستاني پولیسو د اختر په ورځ هم ددوی لسګونه کسان نیولی او افغانستان ته د اخراج لپاره بندیان کړي دي.
حاجی سعید خان کوچي د هري پور د کمپ یو اوسیدونکي د جمعې په ورځ د کب په ۲۹ مه ازادي راډیو ته وویل چې یو شمیر ګاونډیان او دوستان یې نیول شوي دي.
هغه وايي چې دوی افغانستان ته د ستنیدو لپاره تابیا نیولې وه خو لارې بندې شوي او هلته پاته دي.
نوموړی زیاتوي چې په کمپ کې پاته کسان د پولیسو د چاپو له ویرې له کورونو وتلی نسي.
حاجی سعید خان کوچی له ملګرو ملتونو وغوښتل چې افغانستان د ستنیدو لپاره خوندې لار ورته پرانیزي.
رپوټونه وايي د پاکستان په بلوچستان کې هم د پولیسو لخوا د افغانانو د نیولو او اخراج کمپاین روان دی چې د اختر په شپو ورځو کې یې ددوی ترمینځ ویره او ترهه خپره کړې.
د ملګرو ملتونو د ( یو، این، ایچ، سي، ار) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنوري پورې له دوه میلیونو ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي او شاوخوا دوه میلیونه نور لا هم په پاکستان کې ژوند کوي.