World News in Pashto

د کونړ سیمه ایزو چارواکو هم پاکستان داوربند په ماتولو تورن کړ

افغانستان کې د طالبانو حکومت سیمه ایزو چارواکو پاکستان د لنډمهاله اوربند په سرغړونه تورن کړ.په کونړ کې د طالبانو د حکومت چارواکو رسنیو ته ویلي چې پر دغه ولایت د پاکستاني توپخانې بریدونه دوام لري.د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر ضیاء الرحمن سپین غر رسنیو ته ویلي چې پاکستان د پنجشنبې څخه تر جمعې ورځې پورې په دې ولایت ۲۵ د هاوان مرمۍ ویشتلي دي.خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د جمعې په ورځ د طالبانو یوه ورته ادعا رد کړه.د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت او ځینو ځایي اوسیدونکو ویلي وو چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستاني توپخانې ډزو دوام وکړ.د خپلواکه سرچینو لخوا د دواړو خواوو د ادعاوو تایید ترلاسه کول ګران دي.پاکستان او افغانستان کې د طالبانو حکومت د اختر په مناسبت اوربند اعلان کړی.پاکستان ویلي چې اوربند د پنجشنبې په ورځ پیلیږي او تر دوشنبې پورې به دوام وکړي.

Читайте на сайте