منظور پشتین د افغانستان او پاکستان د وضعیت په هکله پاکستاني چارواکو باندې سخته نیوکه وکړه
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر اختریز پیغام کې د پاکستان پر واکمنو سخته نیوکه وکړه او وايي چې روژه د افغانانو او پښتنو لپاره په ویر تېره شوه.منظور پشتین وايي د پولې دواړو لوریو ته ګڼ ولسونه له خپلو مېنو بیځایه شوي دي.بلخوا،د یوناما، مشرې د پاکستان د وروستي برید ټپیانو سره دکابل یو روغتون کې ولیدل.