په افغانستان کې د نوروز دودونه اوس په څه ډول لمانځل کیږي؟
نن شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ورځ او نوروز دی.
د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، که څه هم په رسمي ډول نوروز نه نمانځل کیږي خو دوی په خپلو کورونو کې په ساده ډول دا مناسبت نمانځي.
د بغلان ولایت اوسېدونکی سعیده وايی په سره دوی د نوروز د دود د ژوندي ساتلو هڅه کوي.
نوموړې ازادي راډیو ته وویل :« موږ به مزار شریف ته د جنډې د پورته کولو مراسمو ته تللو او هلته به مو نوی کال نمانځه، کورنۍ به راټولېدو، هفت میوه به مو تیاروله، میلې به مو کولې، شنو سیمو ته به تللو، اوس هم د دې لپاره چې خپل دا فرهنګ وساتو یوازې هفت میوه تیاروو او په کور راټولیږو او کیسې کوو.»
د پلازمینې کابل یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:« له شک پرته چې د نوي کال نمانځنه په افغانستان کې ډېره پیکه شوې ده، ځکه طالبان وايي چې د نوروز نمانځل د اسلامي اصولو له مخې حرام دي، په همدې دلیل خلک نه شي کولای په ښکاره ډول نوروز ونمانځي بلکې هڅه کوي چې په پټه توکه مراسم ونیسي.»
د بلخ ولایت د مزار شریف ښار یوې اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې چې د تېر په څېر نه شي کولای چې نوروز ونمانځي خو هر کال هفت میوه تیاروي.« موږ هر کال هفت میوه تیاروو، په دې کې وچه میوه وي په ځانګړي ډول چهارمغز، بادام، پسته تور او سره کشمش، زردالو او یو شمېر نور، موږ هر کال دا مراسم د دې لپاره نیسو چې راتلونکې کال مو ښه وي او موږ په کې خوشحاله اووسو.»
دوی وايي که څه هم په رسمي ډول د نوروز د نمانځلو د مراسمو نه موجودیت د نوروز جشن پیکه کړی خو دغه ورځ لا هم د خلکو په فرهنګي ژوند کې مهم ځای لري او د هویت، هیلو او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا په توګه د کورنیو ترمنځ ساتل کیږي.
مخکې به نوروز په ځانګړي ډول د افغانستان په مزار شریف ښار کې په ځانګړو مراسمو نمانځل کېده او دا ښار به هر کال د نوي کال په ورځو کې د خلکو او دولتي چارواکو په ګډون د پراخه رسمي پروګرامونو کوربه وو.
دغه راز به په مزار شریف ښار کې حضرت علي ته په منسوبه روضه کې جنډه پورته کېده او زرګونه کسان به له بیلابیلو ولایتونو دغه ښار ته تلل.
د دې ترڅنګ به د نوروز له رسمي مراسمو وروسته د ګل سرخ په نوم میله کېده چې په کې به فرهنګي پروګرامونه، د بزکشۍ لوبې او نورې تفریحې چارې شاملې وې.
دا هغه جشن دی چې له اوږدو زمانو را پدیخوا افغانستان کې د یوې دودیزې میلې په توګه لمانځل کېږي، خو اوس یې ورځ تر بلې رنګونه پیکه کیږي.
طالبانو د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال په اوړي کې واک ته له رسېدو وروسته د نوروز پر رسمي لمانځلو بندیز ولګوه او له جنتري نه یې رسمي رخصتي هم لغو کړه.
هغه مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، دوی نوروز په رسمي ډول نه لمانځي، خو په وینا یې د خلکو له خوا یې د لمانځلو مخه نه نیسي.
د نوي لمریز کال په شپه په افغانستان کې زیات شمېر کورنۍ د نوروز د نمانځلو په موخه سبزي چلو پخوي، هفت میوه تیاروي او هفت سین د میز توکي برابروي.
دغه راز ځینې کسان نوې جامې اغوندي او شنو سیمو ته په چګر ځي.
د نوروز جشن چې په ځینو نورو هېوادونو لکه ایران، تاجکستان او ازبکستان کې هم لمانځل کېږي.
دا جشن په ۲۰۰۹ کال کې د ملګرو ملتونو ، علمي ښوونیز او کلتوري سازمان (یونسکو) د کلتوري میراث په نوملړ کې ثبت شوی او د سیمې له مهمو کلتوري دودونو څخه ګڼل کېږي.