World News in Pashto

 د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله په نړۍ کې خپلو اتباعو خبرداری ورکړی چې له احتیاط څخه کارواخلي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله په نړۍ کې خپلو اتباعو ته یو تازه احتیاطي خبرداری صادر کړی دی.

دې وزارت په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه پیغام کې له امریکايي اتباعو غوښتي چې "په ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې له لا زیات احتیاط څخه کارواخلي."

په پیغام کې راغلي: "د هوايي حریم موقتي تړل کېدل ښايي د سفرونو د ګډوډۍ لامل شي. د امریکا ډیپلوماتیک تأسیسات، ان له منځني ختیځ څخه بهر هم په نښه شوي دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه خبرداری ورکړی چې د ایران ملاتړي ډلې ښايي په بهر کې د امریکا ګټې یا له متحده ایالاتو سره تړلي ځایونه او یا هم په ټوله نړۍ کې امریکايي اتباع په نښه کړي.

دې وزارت په خپله وېب‌ پاڼه کې همدارنګه ویلي چې د هغو امریکايي اتباعو د مرستې لپاره چې غواړي منځنی ختیځ پرېږدي او بېرته امریکا ته ولاړ شي، "یو تاریخي اقدام" کوي.

وزارت زیاته کړې چې د چارټر الوتنو اسانتیا برابروي او د امنیتي وضعیت له مخې به د لا ډېرو ظرفیتونو برابرولو ته دوام ورکړي.

Читайте на сайте