د ملګروملتونو د ښځو څانګه وایي، د پاکو اوبو نړیوال بحران تر ټولو زیات ښځې او نجونې زیانمنوي
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه «یو این ومن» وایي چې د پاکو اوبو نړیوال بحران ښځې او نجونې تر نورو ډېرې زیانمنوي او د دوی په وړاندې نابرابري لا ژوروي.
دې سازمان یکشنبه د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي ښځې هره ورځ ساعتونه ساعتونه د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اوبو په راوړلو مصرفوي، دا مسولیت ډیری وخت د زده کړو فرصتونو له لاسه ورکولو، د عوایدو د کمښت او د روغتیا او امنیت د خطر سره مل وي.
په بیان کېټینګار شوی چې ښځې یوازې د دې بحران قربانیانې نه دي، بلکې د اوبو د منابعو په مدیریت، د عامه پوهاوي په لوړولو، او د خپلو ټولنو د مقاومت په پیاوړتیا کې مهم او مؤثر رول لري.
دغه ادارې ویلي د طبیعي سرچینو په اړوند پریکړو کې د ښځو فعاله ګډون کولای شي پایښت لرونکي او عادلانه حل لارې رامنځته کړي.
که څه هم په راپور کې د کوم ځانګړی هېواد نوم نه دی یاد شوی خو افغانستان اوس مهال د اقلیمي بدلون له امله د اوبو له مخ په زیاتېدونکي کمښت سره مخ دی.
په افغانستان کې یو شمېر ښځې وایي پاکو اوبو ته محدود لاس رسي په دوی فشار زیات کړی او د دوی ورځنۍ ستونزې یې دوه چنده کړي دي.
د پلازمینې کابل اوسېدونکې ګلدسته وايي د پاکو اوبو له جدي کمښت سره مخ ده او د دې ستونزو د حل لپاره ان کله کله د باران اوبو ته لوښي ږدي تر څو د کالیو په مینځلو کې ترې ګټه واخلي.
«د اوبو کمښت دومره زیات دی چې دلته شاوخوا په ټولو کورونو کې د اوبو څاه ګانې وچې شوي دي. موږ کالي د باران په اوبو مینځو کله چې باران شي زه ورته بیلابیل لوښي ږدم چې ډک شي بیا پرې کالي مینځم، په کابل کې دا ستونزه اوس د هر کور مشکل دی.»
د پروان ولایت یوه اوسېدونکې میرمن چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د پاکو اوبو د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او دا چې د اوبو ا اخیستلو توان لري لور یې اړ ده چې له ګاونډیانو اوبه راوړي.
« په ډیرو برخو کې اوبه نشته، د ځینو کسانو د کور مخته ټانکرونه راځي هغوی اوبه په پیسو اخلي خو ځینې نور چې بې وزله دي د اوبو په پیسو د اوبو اخیستلو توانايي نه لري، هغوی اړ دي چې له ګاونډیانو هغه چې څاګانې لري کره لاړ شي او اوبه ترې راوړي، زما خپله لور هره ورځ له ګاونډیانو کره ځي او اوبه راوړي، خو ځینې خلک په دې برخه کې هم بخیلي کوي او حاضر نه وي چې له څاګانو یې اوبه یوسې.»
دا په داسې حال کې ده چې په له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي وو چې د اوبو د مدیریت لپاره پنځه کلنه برنامه لري، چې پکې د لویو بندونو، کانالونو او سربي بندونو جوړول شامل دي.
خو تازه، یکشنبه د مارچ ۲۲مه د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اوبو د ورځې په مناسبت ویلي چې د اوبو کمښت د افغانانو ورځني ژوند اغېزمن کړی دی.
د دې کمېټې په راپور کې راغلي چې د بارانونو کمښت، د نفوسو زیاتوالی او د ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو راستنېدو د افانستان تر ځمکنې لاندې اوبو باندې فشار راوستی او بې ځایه کارول یې زیات کړي دي.
د اوبو او چاپیریال د برخې متخصص نجیب الله سدید وايي که د اوبو سرچیني په منظم او علمي ډول مدیریت نه شي نو د دې هیواد د وچکالۍ بحران به لا ژور شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) شاوخوا یو میاشت مخکې ویلي وو چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې به په افغانستان کې ۱۵.۹ میلیون کسان د اوبو د لاسرسي او حفظ الصحې لپاره مرستې ته اړتیا ولري.