World News in Pashto

ایران وايي اسراییلو په لبنان کې د هغوی ۶ سفارتکاران وژلي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي په لبنان کې یې شپږ ډېپلوماټان د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي.یاد وزارت د مارچ پر ۲۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ایراني ډېپلوماټان په خپل هستوګنځای کې تر برید لاندې راغلي دي.

ایران دغه برید " په لبنان کې د ایراني ډېپلوماتانو جنایتکارانه ترور" بللی دی.

د مشال ایرانۍ څانګې راډیو فردا د ایران د دولتي رسنیو له خوا خپرو شویو انځورونو ته په اشارې لیکلي چې وژل شویو ډېپلوماټانو پوځي یونیفورم درلود.

اسراییلو په لبنان کې د ایرانیو سفارتکارانو د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.

پر ایراني ډېپلوماتانو دا برید وروسته تر هغه وشو چې لبنان د مارچ پر ۲۴مه په بیروت کې د ایراني سفیر باورلیک ومانه.

Читайте на сайте