25 ноября 2024 года
World News in Pashto
Ноябрь
2024
26
27
28
29
30

Все новости

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹کلنو ځوانانو لوبډله سبا سه‌شنبه پاکستان سره پای‌لوبه کوي

د افغانستان، پاکستان او عربي متحده امارتو ترمنځ د ګډ سيریز د لوبو په دوام د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ټیم د دوهم ځل لپاره د اماراتو ټیم ته ماتې ورکړه. دغه لوبه د یکشنبې په ورځ په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوه. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات د یکشنبې ناوخته ازادي راډیو ته وویل، افغانستان په دغه درې اړخیزه لوبلړۍ کې څلور لوبې کړي چې درې هغه یې ګټلې دي. نوموړی وايي: "له نېکه‌‌مرغه زموږ ټیم د راتلونکې سه‌شنبې په ورځ له پاکستان سره په فاینل کې ولوبیږي، لکه څنګه وړاندې هم ټیم ښه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه مړه شوي

د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې پرون یکشنبه د بهارک-فیض اباد پر لارې د يې ترافیکي پېښې له کبله شپږ تنه مړه شوي دي. د بدخشان امنیه قوماندانۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه کوکچې سیند ته د ویکس ډوله موټر د غورځېدو له کبله رامنځته شوې ده. د اعلامیې د معلوماتو له‌‌مخې پېښه د خواجه عبدل په سیمه کې رامنځته شوې او د پېښې قربانیان د بهارک، جرم او شهدا ولسوالیو اوسېدونکي دي. شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې پر همدې لار د یوې بلې ټرافیکي پېښې له کبله هم شپږ تنه مړه شوي و. د سړکونو خرابوالی، د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زاخېلوال: که طالبان مشروعيت غواړي، ولس ته دې مراجعه وکړي

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د مالي وزیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي باید له هر څه وړاندې ولس ته مراجعه وکړي. نوموړي په کابل کې له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، تر هغې چې له طالبانو پرته ټول افغانان په حکومت کې خپل ځان ونه‌‌ګوري نړۍ به له دوی سره سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل ته غاړه کېنږدي. د تېر جمهوري نظام دغه چارواکی چې په کابل کې اوسیږي، همداراز پر طالبانو غږ کړی چې د وخت له ضایع کولو پرته د افغان مېرمنو او نجونو د زده‌‌‌کړو حق ورکړي. که څه هم په کراتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په سويل‌ ختيځ زون کې يوشمېر ځوانان پر خلکو د کتابونو له وېش منع کړي

طالبانو د افغانستان په سویل ختیځ زون کې هغو ځوانانو ته د کتابونو د نه وېش په اړه خبرداری ورکړی چې، دوی به اضافي کتابونه له خلکو راټولول او بیا به یې په وړیا توګه په خلکو وېشل. په وړیا توګه د کتابونو د وېش د لړۍ یوه تنظموونکي له ازادي راډویو سره په خبرو کې وايي چې، طالبانو یې ملګري د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ورغوښتي او خبرداری يې ورکړی چې دغه لړۍ باید له ځنډ پرته بنده کړي. د کتابونو د وېش دغه تنظيموونکو د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، هیڅکله یې داسې کتابونه چې هغه د اسلامي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کورمه کې فرقه‌يي شخړه؛ د پاکستان دولت په منځ‌ګړتوب اووه ورځنی اوربند شوی

د خیبر پښتونخوا په کورمه سیمه کې فرقه‌يي شخړه د پاکستان د دولت په منځ‌ګړیتوب ۷ ورځني اوربند سره پای ته ورسېده. د منځ‌ګړي پلاوي یوه غړي د یک‌شنبې ناوخته رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې، هغوی وکړای شول څو ورځنۍ فرقه‌يي شخړه چې په‌کې له دواړو خواو ۶۸ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول، پای ته ورسوي. د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر او د دغه ایالت ویاند محمد علي سیف چې د منځ‌ګړي پلاوي غړی هم دی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې، سني او شیعه رهبرانو هوکړه کړې چې نښتې پای ته ورسوي. هغه ویلي، دواړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې نړیوال ۱۶ ورځنی کمپاین پیليږي

د افغان مېرمنو او نجونو یوشمېر فعالانې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د نړیوال ۱۶ ورځني کمپاین له پیلېدو هرکلی کوي. دوی دغه کمپاین په افغانستان کې د افغان مېرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري د مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو او له‌دې کبله د دوی پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو د بیان لپاره ښه فرصت بولي. د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي چې د خپلو فعالیتونو له کبله د طالبانو لوري زنداني شوې هم وه، په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه له دغه کمپاین څخه ملاتړ کوم او د افغان مېرمنو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولې له موټر چلولو سره نابلده ځوانان موټر چلوي؟

د ازادي راډیو په اوونیزې تاندې څانګې خپرونه کې د هغو ځوانانو په هکله خبرې شوي چې دوی د موټر چلولو قانوني اسناد نه‌لري، خو موټر چلوي. د خپرونې په پیل کې به واورئ ولې ځینې ځوانان سره له دې چې له موټر چلولو سره بلد نه‌دي، اسناد هم نه‌لري موټر چلوي؟ دا کار څومره خطرناک دی؟ دا خپرونه د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

که چپ شوې دي خو هېرې شوې نه دي: د طالبانو تر واک لاندې ښځې

نړۍ بدله شوې ده خو د ملیونونو ښځو د بنسټیزو حقونو لپاره مبارزه د تل په څیر یوه بیړنۍ موضوع ده. د افغانستان، ایران او بالکان په څیر ځایونو کې، ښځې له بیلابیلو ننګونو سره مخامخ دي، خو د دوی مبارزه د نړۍ پر کچه یوه ده. راپور: ملالۍ بشیر، اونا چیلیچ، اییلا اوبرادوویچ او کنعان چریماګیچ