اقلیمي بدلون د پښتونخوا کروندګر له ستونزو سره مخامخ کړي دي
![اقلیمي بدلون د پښتونخوا کروندګر له ستونزو سره مخامخ کړي دي](https://gdb.rferl.org/08090000-0a00-0242-ed52-08da53870823_w800_h450.jpg)
په داسې حال کې چې د ماحولیاتي بدلون له کبله بارانونه بې ترتیبه شوي دي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې سېلابونو کروندګرو ته تاوانونه اړولي دي. له دې سره سم کروندګر د تخمونو او درملو لوړو بیو له ستونزو سره مخامخ کړي دي. بلخوا چارواکي وايي چې د کروندګرو لپاره یې پر یو شمېر پروژو کار روان کړی دی.