په شرنه کې د کتاب لوستنې اونۍ ولمانځل شوه

په شرنه کې د کتاب لوستنې اونۍ ولمانځل شوه

د افغانستان په پکتيکا کې د لوست عادت عامولو لپاره د کتابونو د لوست اونۍ لمانځل شوې ده. په دې لمانځنه کې د ګډون لپاره شرنې ته ګڼ ځوانان ورغلي وو. هغلته سیاسي، ديني، ادبي او تعليمي کتابونه پراته وو چې ځوانانو ولوستل.

د کتاب لوستنې اونۍ په داسې حال کې لمانځل کيږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړي دي. نجیب الله الوخيل د کتاب لوستنې د لمانځنې اونۍ په اړه ويډيو راپور جوړ کړی دی.

Читайте на 123ru.net