د بېلابېلو هېوادونو استازي د دوحې غونډې ځای ته رسېدلي دي
![د بېلابېلو هېوادونو استازي د دوحې غونډې ځای ته رسېدلي دي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-1f40-08dc98e25946_tv_w800_h450.jpg)
د جون پر ۳۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه پیلېږي. تر تړلو دروازو شا ته په هغه غونډه کې د طالبانو د حکومت په ګډون د یوشمېر هېوادونو استازي ګډون کوي چې د جون ۳۰مې پر ماسپښین د غونډې ځای ته ورسېدل. فعالانو او د بشري حقوقو سازمانونو په ناسته کې افغان ښځو ته د ونډې پر نه ورکولو انتقاد کړی دی. د مشال راډیو همکار احمد تکل له دوحې څخه معلومات راکوي.