ګرمي او بې روزګاري: د هېلمند مزدوران له ښاره نهیلې کور ته ځي
![ګرمي او بې روزګاري: د هېلمند مزدوران له ښاره نهیلې کور ته ځي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-d974-08dc98f1d396_tv_w800_h450.jpg)
د افغانستان په هېلمند ولايت کې مزدوران له بې روزګارۍ او سختې ګرمۍ سر ټکوي. دوی وايي، اکثر وخت له ښاره، تش جېب او مایوسه کور ته ستنېږي. د دوی په وينا، په تېرو درو کلونو کې د خلکو اقتصاد ډېر خراب شوی چې له وجې یې د بیارغونې کارونه د پخوا په څېر نه دي نو ځکه څوک مزدورانو ته ضرورت نه لري. بلخوا ځينې مزدوران وايي چې که کار پيدا هم کړي، معاش یې کم وي چې د دوی د کورنيو ګوزاره ورباندې نه کېږي خو د مجبورۍ له امله یې په سخته ګرمۍ کې کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.