د خبریال حسن زیب د وژنې پر ضد د خبریالانو احتجاج
![د خبریال حسن زیب د وژنې پر ضد د خبریالانو احتجاج](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-87c0-08dca4dcef21_tv_w800_h450.jpg)
د خیبرپښتونخوا په نوښار کې د يو خبریال تر وژل کېدو وروسته، خبریالانو په پېښور کې مظاهره کړې ده. د جولای پر ۱۵مه په مظاهره کې شاملو کسانو وويل چې حکومت دې د امنيت ورکولو وعدې پوره کړي. دوی دا احتجاج تر هغې وروسته پيل کړی چې د جولای پر ۱۴مه نامعلومو وسله والو د حسن زیب په نوم يو خبریال په نوښار کې وواژه.
پولیسو د تېر په څير دا ځل هم ويلي چې په دې اړه یې پلټنې پيل کړي دي. خو خبریالان وايي حکومت د وعدو په پوره کولو کې سنجيده نه دی.
په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيو راپور وګورئ.