اسحاق ډار وايي لا پر تحریک انصاف د بندیز لګولو حتمي پرېکړه نه ده شوې
![اسحاق ډار وايي لا پر تحریک انصاف د بندیز لګولو حتمي پرېکړه نه ده شوې](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-5d6d-08dc410c1147_w800_h450.jpg)
د عوامي نيشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نيشنل ګوند او جماعت اسلامي په ګډون د پاکستان د يوشمېر ګوندونو مشرانو او د بشري حقونو کمېشن هم په بېلابېلو بیانونو کې پر تحريک انصاف د بندیز لګول "غیرجمهوري" عمل بللی او پر حکومت يې غږ کړی چې دا کار و نه کړي.