د اګست پر ۳۰مه په جبري ډول د بې درکه کسانو نړيواله ورځ لمانځل کېږي

د اګست پر ۳۰مه په جبري ډول د بې درکه شويو کسانو نړيواله ورځ لمانځل کېږي. په پاکستان کې د خلکو د جبري بې درکۍ ستونزه له کلونو راهيسې روانه ده. په بې درکه شويو کسانو کې زده کوونکي، وکيلان، سياسي او مدني فعالان، خبريالان، ډاکټران، پوليس، خاصه دار او مشکوک وسلوال شامل دي. د دې کسانو خپلوانو په وار وار احتجاج کړی او له حکومته يې غوښتي چې بې درکه خپلوان دې يې پيدا کړي او که يې جرم کړی وي نو عدالتونو ته دې يې وړاندې کړي. د پاکستان حکومت وايي چې د دې ستونزې د هواري لپاره کار کوي. د بې درکه کسانو خپلوان او د بشري حقونو فعالان د پاکستان پر امنيتي او استخباراتي ادارو د جبري بې درکۍ تور پورې کوي خو هغوی تل دا تورونه رد کړي دي. په دې اړه احمد شاه اعظمي ځانګړی راپور جوړ کړی چې د يوې مور په غږ پيلېږي چې زوی يې له څه کم نهو کلونو راهيسې بې درکه دی.

Читайте на 123ru.net