ګنډه پور د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر دی که وفاق کې د حزب اختلاف مشر؟

د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر په توګه د علي امين ګنډه پور د رول جاج اخيستل شوی دی. ګنډه پور تر هغې وروسته په سياسي توګه زیات فعال شو چې تحریک انصاف د خپل زنداني رهبر عمران د خوشې کولو لپاره احتجاجي غونډې پیل کړې. نوموړي په هغو غونډو کې ګډون کړی او پکې يې داسې څرګندونې کړې چې په اړه يې پاکستانۍ رسنۍ تاوده بحثونه کوي. بشپړه خپرونه وګورئ.

Читайте на 123ru.net