World News

یوه مسافر وړونکې کښتۍ د فیلیپین په ختیځو سواحلو کې ډوبه شوې

یوه مسافر وړونکې کښتۍ چې ۲۵۱ تنه سپرلي په‎کې وو، د فیلیپین په ختیځو سواحلو کې ډوبه شوې ده چې ویل کېږي تلفات هم لري.


د ساحلي ساتونکو په خبره دا پېښه نن داسې مهال شوې چې دغه کښتۍ له رییل "Real" ښار څخه د پولیلو "Polillo" ټاپو پر لور روانه وه.


د راپورونو له مخې یو شمېر سپرلي ژغورل شوي دي، خو وایي د ژغورنې کښتۍ او هلیکوپتر چې سیمې ته لېږل شوي، د خرابې هوا له کبله په سمه توګه فعالیت نه‎شي کولی.


د فیلیپین د ساحلي ساتونکو ویاند ارماند بالیلو ویل چې د تلفاتو په اړه یې اوریدلې خو وایي، د بشپړو معلوماتو ترلاسه کولو هڅې یې دوام لري.


دا ډول پېښې په فیلیپین کې چې اغلب له توپانونو سره مخامخ وي، عادي خبره ده.

Читайте на сайте