چارواکي: د ارزګان په چهارچینو ولسوالۍ کې ۱۰طالبان وژل شوي
د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې تېره ورځ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴تنه نور ټپيان شوي دي.
په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي کنډک قوماندان ملک زین الله نن سې شنبې ازادي راډيو ته وویل چې وسله الو طالبانو تېره ورځ غوښتل چې په یاده ولسوالۍ کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې د افغان ځواکونو له کمین سره مخ شول.
نوموړی وايي چې په یاد برید کې افغان پوځيانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
وسله الو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.