World News

د بغلان ١٠زره ټوکه درسي کتابونه چې په غيرقانوني ډول خرڅېدل، ضبط کړل

د بغلان د ملي امنيت رياست شااوخوا ١٠زره ټوکه درسي کتابونه چې په غيرقانوني ډول خرڅېدل، کشف او ضبط کړل.


د بغلان د پوهنې رياست مرستيال نقيب الله سجاد نن ازادي راډيو ته وويل چې د دغو کتابونو خرڅول منع دي او له پلورونکو سره به يې قانوني چلند وشي.


ښاغلي سجاد په دې اړه چې دغه کتابونه څنګه بازار ته وتلي، له څه ويلو ډډه وکړه.


ويل کېږي چې د بغلان په زياتو ښوونځيو کې زده کوونکي د درسي کتابونو له کموالي او نشتوالي شکايت لري.

Читайте на сайте