World News

په تایلنډ کې د فیلانو د فوټبال نړیوال جام سیالۍ ترسره شوې

په تایلنډ کې د فیلانو د فوټبال نړیوال جام سیالۍ ترسره شوې.


دغه سیالۍ د تایلنډ «ایوتایا» په ښار کې د فیلانو او زده کوونکو ترمنځ ترسره شوې چې زرګونه تنه یې د نندارې لپاره ورغلي وو.


د فیلانو په نړیوال جام کې په هر فیل د یوه هېواد بیرغ رسم شوی و چې د فیلانو د ګول وهلو عجیب انداز یې د مینه والو پام ځان ته اړولی وه.


که څه هم فیلان ټول د تایلنډ هېواد وو، خو بیرغونه پرې د نورو هېوادونو رسم شوي وو.


تایلنډیانو د مذهبي عقیدې له مخې فیلانو ته خاص درناوی لري.


 

Читайте на сайте