World News

عبدالله د ترکمنستان او پاکستان له ولسمشرانو سره کتلي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس پرون چهارشنبه په تاجکستان کې د «اوبه د دومداره پرمختګ لپاره» د کنفرانس په څنډه کې د ترکمنستان او پاکستان له ولسمشرانو سره کتلي دي.


د لومړنیو معلوماتو له مخې له ممنون حسین سره د عبدالله عبدالله د کتنې ډېره برخه د سولې او ترورېزم سره د مبارزې پرسر په خبرو ورټوله وه، خو د اجرائیه ریاست ویاندویانو تراوسه په دوشنبې کې کنفرانس ته د ورغلو افغان خبریالانو سره جزئیات نه‎دي شریک کړي.


تاکل شوې چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس نن پنجشنبه د تاجکستان له ولسمسر امام علي رحمان سره هم وګوري.

Читайте на сайте