World News

عبدالله عبدالله به نن د تاجکستان له ولسمشر سره وګوري

ټاکل شوی چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس نن پنجشنبه د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په دوشنبې ښار کې وګوري.


عبدالله عبدالله پرون چهارشنبې په تاجکستان کې د «اوبه، د دومداره پرمختګ لپاره» د کنفرانس په څنډه کې د ترکمنستان او پاکستان له ولسمشرانو سره وکتل.


له ممنون حسین سره د عبدالله عبدالله د کتنې ډېره برخه د سولې او ترورېزم سره د مبارزې پرسر په خبرو ورټوله وه، خو په‎دې برخه کې افغان حکومت نور توضیحات نه‎دي ورکړي.

Читайте на сайте