World News

د بلجیم حکومت وروسته له یوې کلنۍ لانجې "دژاکو" مسکو ته وسپاره

د بلجیم حکومت وروسته له یوې کلنۍ حقوقي لانجې یو تن مسکو ته وسپاره.


دا کس تورن شوی دی چې د روسیې د مافیا مشر دی.


د روسیې د کورنیو چارو د وزارت ویاندې ایرینا ولک پرون چهارشنبې وویل، ۴۷ کلن اصلان ګاګي یف چې په دژاکو هم مشهور و، په الوتکه کې مسکو ته واستول شو او پولیسو ته وسپارل شو.


د ایرینا ولک په وینا ګاګي یف په ۲۰۱۳ میلادي کال کې له روسیې تښتیدلی و او دی د یوې مجرمې ډلې په تنظیمولو، وسله‎والو غلاوو، قتل او د وسلو پر قاچاق تورن دی.


د بلجیم حکومت درې کاله مخکې ګاګي یف ونیو، خو د دې لپاره چې د ده حق ضایع نه‎شي، دی یې روسیې ته نه سپاره.


ګاګي یف په ۲۰۱۶میلادي کال کې د یولک یورو په ضمانت له زندانه خوشې شو، خو تېر کال بېرته د استیناف په غوښتنه زنداني شو.


 

Читайте на сайте