World News

بلجیم او انګلستان  د دریم مقام لپاره لوبه کوي

 


په روسیه کې د 2018 میلادي کال د فوټبال د نړیوال جام د ګټلو لپاره سیالۍ ټاکونکي پړاو ته رسېدلې دي.


ټاکل شوې چې نن شنبه د بلجیم او انګلستان د فوټبال لوبډلې د دریم مقام لپاره سره مخامخ شي.


خو سبا د فوټبال د مینه والو لپاره ډېره مهمه ورځ ده.



ټاکل شوې چې سبا یک شنبه  به وروستۍ لوبه وي او د فرانسې د فوټبال لوبډله به د کرویشیا له لوبډلې سره مخامخ کېږي.





په وروستیو څو لسیزو کې ،دا  اول وار دی چې د کرویشیا د فوټبال لوبډله د نړیوال جام د ګټلو لپاره وروستي پړاو ته رسېدلې ده.


د فرانسې د لوبډلې پلویان هم د فاینل مسابقې یا وروستۍ لوبې پېل ته په بې صبرۍ شېبې شمېري.

Читайте на сайте