World News

يوه سړي په جرمني کې په چړې١٠کسان ټپيان کړي

يو سړى چې په ايران کې زېږېدلى د جرمني په شمال کې په يوه بس کې په چړې ١٠ کسان ټپيان کړل.


محلي څارنوال وايي، دى وروسته د نورو مسافرو له خوا له پښو واچول شو او بيا پوليسو ونيوه.


جرمني چارواکو پرون وويل، د شمالي ښار لوبېک په يوه محلي بس کې د دې حملې د انګېزې په اړه معلومات نه شته.


د دوى په خبره سم د لاسه دا اطلاعات هم نه لري چې ايا دغه مشکوک سړى له ترورېزم سره ارتباط لري که څنګه؟


چارواکو په لومړيو کې د ١۴ کسانو د ټپي کېدو خبره کړې و، خو وروسته يې دغه شمېر ١٠ ياد کړ.


ويل شوي چې په ټپيانو کې د درېيو کسانو وضعيت نازک دى.


د لوبېک ښار د څارنوالۍ دفتر يوې وياندې وويل، دغه ٣۴ کلن مشکوک کس، په ايران کې زېږېدلى، خو له


اوږدې مودې راهيسې يې په دې ښار کې ژوند کاوه او د جرمني تابعيت يې اخيستى و.

Читайте на сайте