World News

هرات چارواکي: د ګمرګ د ریاست ۵ کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي

په هرات کې د ملي امنیت ادارې د دې ولایت د ګمرګ د ریاست پنځه تنه کارکوونکي د اداري فساد په تور نیولي دي.


د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پرون دوشنبه ازادي راډیو ته ویلي، په‎دې کې درې تنه تر دوه میلیونه د زیاتو افغانیو اختلاس په تور نیول شوي او دوه تنه هم د ګمرګي محصول څخه په تېښه کې په مرسته تورن دي.


نوموړي ویلي چې د تورنو کسانو دوسیې عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.


 

Читайте на сайте