World News

بيګون: د شمالي کوریا د اټمي وسلو د بندولو په اړه به موافقه وشي

د شمالي کوریا لپاره د امریکا استازي، سټېفن بيګون خوشبیني څرګنده کړې چې د شمالي کوریا د اټمي وسلو د پروګرام د بندولو په اړه به موافقه وشي.


سټیفن بیګون نن، د ډسمبر۲۱مه، د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د جنوبي کوریا له چارواکو سره ګوري.


هغه ویلي چې واشنګټن او سیول غواړي چې د کوریاګانو په ټاپو وزمه کې دښمني پای ته ورسېږي او د دې سیمې ټولو خلکو ته نوې او روښانه راتلونکي جوړه شي.


بیګن له جنوبي چارواکو سره تر کتنې مخکې وویل، کوم کار چې موږ یې دلته کوو، یوازې د امریکا او جنوبي کوریا د اړیکو لپاره نه بلکه د ټولې ټاپو وزمې لپاره دی.


شمالي کوریا د ډسمبر په ۲۰مه وویل چې په یو اړخېز ډول به هېڅکله هم داټمي وسلو خپل پروګرام بند نه‌کړي او لومړی باید امریکا له اټمي تهدیده لاس واخلي.

Читайте на сайте