دبرلین فیستوال سږکال د شهربانو سادات په فلم پیلیږي
د برلین د فلمونومشهور نړیوال فستیوال به سږکال د افغان فلم جوړونکې شهربانو سادات له خوا په جوړ شوي فلم پرانیستل شي. د برلینالي فیستیوال اعلامیه وايي د «No Good Men» په نوم فلم به د فستیوال پرانیستونکی فلم وي. په اعلامیه کې د دې فستیوال د مشرې، تریشیا توتیل، له قوله ویل شوي چې: "شهربانو سادات د نړۍ په سینما کې له تر ټولو هیجانوونکو غږونو څخه یوه ده." شهربانو سادات له دې وړاندې هم د خپلو فلمونو « لیوه او پسه» او «روزنتون» له لارې د نړۍ په نورو معتبرو فلمي فستیوالونو کې ګډون کړی دی. د برلین د فلمونو... Читать дальше...