پرکییف د روسیې په تازه بریدونو کې د هستوګنې د په زرګونو ودانیو د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي
د اوکراین چارواکي وايي چې د سې شنبې په ورځ د اوکراین پرپلازمینې کییف د روسیې د پراخو بریدونو په نتیجه کې د هستوګنې ودانۍ او د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي. د کیف ښاروال، ویتالي کلیچکو، ویلي د دغو بریدونو له امله د هستوګنې د زرګونو ودانیود اوبو، بریښنا او د تودوخې سیستمونه قطع شوي دي. د کلیچکو په وینا د نږدې شپږ زره ودانیو د تودوخې سیستم داسې مهال له کاره لوېدلی چې د کیف هوا تر منفي پنځلس درجې پورې رسېدلې. د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه بریدونه د اوکراین له لوري د دوی پرغیرنظامي اهدافو د بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي. Читать дальше...