World News

د ایټالیا فوټبال؛ یوونتوس ناپولي ته ماته ورکړه 

د ایټالیا فوټبال د سوپرجام سیالیو په  جریان کې یوونتوس لوبډلې ناپولي ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړه. 


د تېرې شپې په  جالبې سیالۍ کې رونالډو په ۴۶مه دقیقه کې  او ورپسې موراتا یوونتوس لوبډلې ته ګولونه ووهل. 


د ناپولي لوبډلې په ۷۵ پاینالټي امتیاز ترلاسه کړ، خو ونه توانېد چې د یوونتوس په وړاندې کوم ګول ووهي. 


دا د یوونتوس لوبدلې د ایټالیا د سوپر جام په سیالیو کې نهمه بریا ده چې ترلاسه کوي یې. 

Читайте на сайте