World News

ټیک‌ټاک شرکت د امریکا د متحدو ایالتونو سترې محکمې ته مراجعه کوي

د ویډیوګانو د شریکولو مشهور شرکت ټیک ټاک پرون اعلان وکړ، د جنورۍ پر ۱۹مه به د هغه قانون پر وړاندې چې له مخې یې ښايي په امریکا کې د دغه شرکت د اپ کارول منع شي، د مبارزې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سترې محکمې ته مراجعه وکړي.


وروسته له هغې چې یوې فډرال محکمې د دغه شرکت د استېناف غوښتنه رد کړه، دغه شرکت وویل: "ستره محکمه د امریکایانو د بیان د ازادۍ د حق په دفاع کې ثابت تاریخ لري او تمه لرو چې دغه محکمه د دې قانوني مسئلې په مورد کې هم همدا کار وکړي."


پر ټیک ټاک بندیز به د امریکا او چین ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې کړي او ټاکل شوې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.


د امریکا حکومت ادعا کوي ټیک‌ټاک چې یو چینايي شرکت دی پیکنګ ته زمینه برابروي، څو د کاروونکو په باب اطلاعات راټول کړي او د کاروونکو په اړه جاسوسي کوي.


امریکا ټیک‌ټاک د تبلیغاتو په خپرولو هم تورن کړی، هغه تور چې چین او ټیک‌ټاک رد کړی دی.

Читайте на 123ru.net