World News

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ دوام لري

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې دېره افغان کډوال وايي نن شنبه هم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه وه.


په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند عَلَمي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، هره ورځ افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته د اخراج لپاره حاجي کمپ ته لېږل کېږي: 


«هره ورځ له ۲۰ تر ۲۵ پورې کسان نیول کېږي او حاجي کمپ ته لېږل کېږي. دقیقې شمېرې نه لرو خو په تېرو پنځو ورځو کې ښايي شا و خوا ۱۴۰ یا هم ۱۵۰ افغان کډوال نیول شوي وي.


ځینې یې افغانستان ته لېږل شوي او نور یې په حاجي کمپ کې توقیف دي.» په اسلام اباد کې د افغانانو د نیولو او کور پر کور تلاشۍ لړۍ له تېرې سې شنبې پیل شوې او دا مهال لسګونه نیول شوي افغان کډوال په  حاجي کمپ کې ساتل کېږي، چې ځینې یې ښايي افغانستان ته وایستل شي. پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج پیل کړی، له ایرانه هم د افغان کډوالو د اخراج لړۍ روانه ده.

Читайте на 123ru.net