د غالۍ اوبدلو یو شمېر نارینه او ښځينه کارګران: په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي یو
یو شمېر ښځې او سړي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د غالیو اوبدلو په کارځايونو کې په کار بوخت دي، وايي چې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي. کلثوم، چې د سمنګان ولایت یوه غالۍ اوبدونکې ده، وايي چې له تېرو لسو کلونو راهیسې دا کار کوي او له ګڼو روغتیایي ستونزو سره مخ شوې ده. هغې ازادي راډيو ته وویل، د اقتصادي ستونزو له امله غالۍ اوبي څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. سره دې خپله تنخوا ونه ښوده، خو ویې ویل چې ډېر کمې پيسې ترلاسه کوي. هغه وايي: "د اقتصادي ستونزو له امله غالۍ اوبم. یوه غالۍ په ٤ تر ٦ میاشتو کې بشپړوم. Читать дальше...