World News in Pashto

هرات کې به ۲۰ تولیدي کارخانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

ټاکل شوې چې په هرات ولایت کې په راتلونکو ورځو کې ۲۰ تولیدي کارخانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.


د دې ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې کارخانو کې به وطني اوړه او خوراکي مواد تولید شي چې ۲۰ میلیونه ډالره پرې پانګونه شوې ده.


د ښاغلي غوثي په خبره د دې کارخانو په فعالېدو سره به د دې ولایت لسګونه بزګران د وطني اوړو تولید ته تشویق شي او همداراز به د هرات ولایت سلګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

Читайте на сайте