تهران کې یوې زلزلې خلک اړ کړل چې واټونو ته راووځي
د ایران پلازمېنې تهران ته نېژدې بیګا ناوخته یوې کمزوري زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه شاوخوا پنځه ثبت شوی، خلک وبېرول او دې ته یې اړ کړل چی واټونو ته را ووځي.
د ایران دولتي رسنیو تراوسه د دغې زلزلې له امله د تلفاتو یا د پام وړ مالي زیانونو راپورونه نهدی ورکړی.
تېره میاشت د ۷،۳ په کچه یوه زلزله د ایران په کرمان ولایت کې وشوه چې په نتیجه کې یې ۶۲۰ تنه مړه او په زرګونو نور ژوبل شول.