World News in Pashto

د فوټبال افغان لوبغاړی ازادزوی د تایلنډ یوې لوبډلې سره قرارداد وکړ

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړی مصطفی ازادزوی د تایلنډ د چنېګیري لوبډلې سره د لوبېدو دوه کلن قرارداد لاسلیک کړ.


د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل، دی به د تایلنډ د غوره‎لیګ په سیالیو کې ولوبېږي.


مصطفی ازادزوی تېر کال د تایلنډ د چاینا لوبډلې سره لوبیدلی و.


د تایلنډ د فوټبال غوره لیګ د اسیا په کچه د فوټبال د غوره لیګونو څخه یو مشهور لیګ ګڼل کیږي.

Читайте на сайте