World News in Pashto

عباس: فلسطینیان نور د امریکا له لوري د سولې "هېڅ پلان" نه مني

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس وايي، فلسطینیان به نور د امریکا له لوري د منځني ختیځ د سولې "هېڅ پلان" ونه مني.


عباس نن په پاریس کې دا خبرې کړي دي.


ترې د یوه ورځ مخکې د ملګروملتونو عمومي اسامبله یو پرېکړه‎لیک تصویب کړ چې د بیت‎المقدس په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه یې رد کړه.


ټرمپ د ډېسمبر په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې بیت المقدس د اسرائیل د رسمي پلازمېنې په توګه پېژني او د امریکا سفارت به له تل ابیبه بیت المقدس ته ولېږدوي.


د فلسطینیانو د ادارې مشر محمود عباس نن د فرانسې له ولسمشر سره تر کتنې وروسته وویل:


"د امریکا متحدو ایالاتو ثابته کړې چې د سولې لپاره په منځګړیتوب کې صداقت نه‎لري، موږ به د امریکا له لوري هېڅ پلان ونه منو." 


د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون هم وویل چې فرانسه په سیمه کې د روان کړکېچ د حل لپاره د "دوو خپلواکو دولتونو" د تشکيل له پلانه ملاتړ کوي چې پر اساس یې اسرائیلیان او فلسطینیان څنګ تر څنګ په سوله کې ژوند وکړي.


د فرانسې ولسمشر وویل چې حکومت به یې تر فشار لاندې نه بلکه په "سم وخت" کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.


ایمانوئل مکرون نن په پاریس کې له محمود عباس سره ګډې خبري غونډې ته وویل:


"امریکائیانو ځان په انزوا کې کړ او زه به دا کار ونه کړم."

Читайте на сайте