World News in Pashto

انتحاري حملې د میوند ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ هم ویجاړه کړه

د کندهار د میوند ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ نن په حمله کې ۶ پولیس ووژل شول او د قوماندانۍ ودانۍ هم ویجاړه شوې ده.


امنیه قوماندان سلطان محمد نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې حمله کوونکي چې یو هاموې ټانک ور سره و، د قوماندانۍ تر لومړي قراول تېر شوی او په دوهم قرول کې ځان الوزولی دی.


په حمله کې پينځه سیمه ييز پولیس زخمیان شوي دي.


د حملې مسؤلت وسله والو طالبانو اخیستی دی .


دا په روانه اونۍ کې په کندهار کې دوهمه انتحاري حمله ده. 

Читайте на сайте