World News in Pashto

په کونړ کې د داعش او ولسي پاڅون کوونکو په ډزو کې ۲ تنه ټپیان شوي

په کنړ کې د داعش وسله والو او ولسي پاڅون کوونکو تر منځ په ډزو کې دوه ملکيان ټپیان شول.


د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت ازادي راډیو ته د سې شنبې په ماسپښین وویل، نن له غرمې مخکې د داعش وسله والې ډلې د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل د پاڅون کوونکو په پوستو برید کړی چې د دواړو لورو په ډزو کې دوه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.


ډاکترانو د ټپیانو روغتیايی وضعیت ښه ښودلی دی.


تر اوسه د افغان حکومت وسله والو مخالفینو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте