World News in Pashto

په پیکېنګ کې د افغانستان،پاکستان او چین غونډه پیل شوه

د افغانستان، پاکستان او چين د لوړپوړو ډیپلوماټانو تر منځ خبرې نن په پيکېنګ کې دوام لري.


د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خواجه اصف او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې پر سیمه ییزو او اقتصادي همکاريو خبرې کوي.


د افغانستان، پاکستان او چين تر منځ د بهرنیو چارو وزيرانو پر کچه مذاکرات نن پیل شول او اوس هم دوام لري.


او ټاکل شوې ده د دې غونډې په پای کې مشترکه اعلاميه اعلان شي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د وياند مرستيال صبغت الله احمدي نن ازادي راډيو ته وويل:


تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د وياند مرستيال هيله څرګنده کړې وه چې پاکستان به دا ځل له خپلو ژمنو سره سم عمل وکړي.


چین د درې اړخيزې غونډې وړانديز د روان کال په جون مياشت کې کړی وو.

Читайте на сайте