World News in Pashto

د سرې میاشتې لوبډلې د کابل د فوټبال لیګ اتلولي خپله کړه

د سرې میاشتې لوبډلې د کابل د فوټبال لیګ اتلولي خپله کړه.


د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه لیګ کې سره میاشت د ۳۴ امتیازونو په درلودو لومړی، د ځوانانو اردو د ۳۱ امتیازونو په درلودو دوهم او دغه راز فروزي لوبډلې د ۲۱ امتیازونو په درلودو سره درېيم مقام خپل کړ.


ښاغلی شاداب وايي چې له اردو لوبډلې مجیب الرحمن د ۱۱ ګولونو په ترسره کولو سره، د دغه لیګ غوره لوبغاړی وټاکل شو.


د کابل د فوټبال لیګ درې میاشتې وړاندې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ پیل شوې و چې نن پای ته ورسېد.

Читайте на сайте