World News in Pashto

په کابل کې سبا پنجشنبه د تکواندو یو ورځنی لیګ پیلېږي

په کابل کې سبا پنجشنبه د تکواندو یو ورځنی لیګ پیلېږي.


د تکواندو د ملي لوبډلې روزونکي بشیر احمد تره‌کي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه لیګ کې د کابل د تکواندو د ملي لوبډلې او د کابل د تکواندو د څلورو منتخبو لوبډلو څخه لوبغاړي په بېلابېلو وزنونو کې لوبه کوي.


ښاغلی تره‌کی وايي چې د دغه لیګ هدف د تکواندو نړیوالو سیالیو ته د دغې برخې د ملي لوبډلې چمتووالی دی.


نوموړی وايي چې دغه لیګ ۸ اوونۍ مخکې پیل شوی دی.

Читайте на сайте