World News in Pashto

افغان ۱۹کلن کرکټ ټیم د نیوزلینډ یو ځايي ټیم ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹کلنو کرکټ ملي لوبډلې په یوه تمریناتي سیالۍ کې د نیوزلینډ یوې ځايي لوبډلې سنټرال ډېسټرېکټ اېلېون ته ماتې ورکړه.


د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د ۱۹کلنو کرکټ ملي لوبډله دا وخت نړیوال جام ته د ښې تیارS لپاره په نیوزلینډ کې په تمریناتو او سیالیو بوخته ده.


د ۱۹ کلنو ځوانانو تر منځ د کرکټ نړیوال جام د راتلونکي مېلادي میاشتې په ۱۳ نېټه په نیوزلېنډ کې پیلېږي.


د دغه جام د پیل لوبه د افغانستان او پاکستان تر منځ تر سره کېږي.

Читайте на сайте